شعر
غزل / ډاکټر محمدحنيف حيران
نه چې سبا د هر سړي لپاره دار جوړ شي
د محبت لپاره هم بايد معيار جوړ شي
د عاشقۍ غوندې خو نه دی چې بس تار جوړ شي
مينه هله بويه، تر منځ يې چې اتبار جوړ شي
ته به زري مزی شليدلي هار ته څنګه مومې؟
اوښکې خو نه دي چې له درده ترېنه هار جوړ شي
ما نور د ذات د تيارو له سمندر وباسه
زلفې دې لرې که له مخه چې سهار جوړ شي
د دې مين تبه يوازې په وصال پرې کيږي
مور يې زيارت ته روان کړی چې بېمار جوړ شي
خدايه! خو رايې که، دنيا او آخرت دې دواړه
ستا به څه کم نه شي زمونږه به پرې کار جوړ شي
دا چراغان په توره شپه کې بلوه حيرانه!
پرېږده زخمونه دې د زړه چې په کرار جوړ شي
کابل، بګرامي- الوخېل