شعر
غــــــزل / فاروق ديدار
ډیـــــره که مـــــــو وکړله دوعا لکه چې ونشوله
زما او ســــــتا میـــــنه اشــــنا لکه چې ونشوله
تا خو شــــــرطونه دومره کیښودل زما په لار کې
ګرانه ده ډیــــــــره یــــــاره دا لکه چې ونشوله
د زړه خبـــــــــــــرو نه یاران چې خبروم دیداره
اعــــــــتبار چــې کومه په هر چا لکه چې ونشوله
زما په شـــــــــونډو بیا جـانانه ستا د تللو وروسته
زما په شــــــــونډو بیا مســـــکا لکه چې ونشوله
د وخــــت پاچا نه د خیر طمه زړه کې هیلې لرل
د چـــــــــا خبره وه ریښــــــــــتیا لکه چې ونشوله
نه خو یې پلار شـــولو راضي او نه یې مور دیداره!
پـــــــــه تـــــــعویزونو د مــلا لکه چې ونشوله