شعر
غزل / شرر ساپی

شپه يې سره په وينو شوه، سحر په خطره کې دی
بيا د چا د خپلې برخې لمر په خطره کې
غم د ښايستونو د وېنې په څېر خوړلی یم
ځکه مې په ښکلو اوس باور په خطره کې دی
باد د مغربي تهذيب رالوتی، مشرقي پېغلې!
ستا د سر ټيکرۍ زما څادر په خطره کې دی
غله د غم په سپينه ورځ په سرو سپينو ډاکې وهي
پروت دې پر بڼو باندې ګوهر په خطره کې دی
خوږ د مينې رازه! د خوږ زړه نه بهر مه وځه
بوی د ګلابونو نه، بهر په خطره کې دی
بيا دې شوخ نظر لمبې لمبې جامې اغوستي دي
بيا دې غزلمخې نن شرر په خطره کې دی