شعر
غزل / ضمیر احمدي
نه سلام او نه کلام کوې جانانه
دا ته څنگه په مونږ پام کوې جانانه؟
ماته وائې دښمن وبخښه او خپله
فیصله د انتقام کوې جانانه!
زه دې غم نه ټوله شپه وهم سوچونه
او ته خوب کوې،آرام کوې جانانه
د بڼو له تېره څوکو نه دې ځار شم
بې لښکره قتل عام کوې جانانه
دا ضمیر دې بس په دغې عادت مړ دی
چې په هر سړي سلام کوې جانانه
—————