شعر
لطافت / عبدالهادی هادی
یکه زار دې راته وښود، یه قربان دې راته وښود
لطافت د ترنم، لکه باران دې راته وښود
زه خو ورک ومه له ځانه، چې تا څرنګه پیدا کړم؟
محبت د ښکلي ذات او د انسان دې راته وښود
زه په ورانو لارو سر وم، په بې لارو، لارو سر وم
تا په خپله طریقه کړم، او عرفان دې راته وښود
روح دې څنګه راکې ګډ شو، یو په بل کې سره اوسو
هم کثرت دې راته وښود، هم جانان دې راته وښود
اوس په تاکې داسې ورک یم، چې خپل ځان رانه هیریږي
زه ذره د تورو خاورو، کهکشان دې راته وښود
څه عجیبه منظره وه، چې هادي ته مخامخ وې
چې دې سترګې راښکاره کړې او پیزوان دې راته وښود