شعر

غزل / اجمل ښکلی

څراغ ته ګوري ړانده خلک د هوا په سترګو
زما کيسې ته چا ونه کتل زما په سترګو
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
موږ د ثواب او د عذاب په دام کې ښکېل وګړي
موږه عادت يو، ژوند ته ګورو د بلا په سترګو
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ښار مې پرېښودى دى په وچو صحراګانو پسې
له خپل وجود نه راوتلى يمه ستا په سترګو
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
کله مې زړه غواړي، چې وښکنځمه ښه محبت
وګورم دغې ميکدې ته د ملا په سترګو
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ته څه خبر يې، چې ستا تګ څنګه کانې وکړلې
او تاريکه دې لمره پرېښوده د چا په سترګو
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
خلا به هم درته ښکاره شي له هستۍ نه ډکه
ته خو لږ وګوره خلا ته د خلا په سترګو
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ژونده کوم دې د دروغجنو د وعدو په په تمه
او لا پالمه دې اميده د سبا په سترګو
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ايمان رانيسه مه د عقل د دليل په ګوتو
خاورې څوک نه شيندي اجمله د رڼا په سترګو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button