شعر
غزل / بصيرالحق عادل
د حسن ښاره ټول سړي درپسې ورژېدل
د کلي خلک خو بيخي درپسې ورژېدل
لا به لا نور څومره رنګونه زموږ چم ته راوړې
لا خو لا اوس ټول پسرلي درپسې ورژېدل
جنګ کې پيدا، جنګ کې رالوی، جنګ کې به ومرو سولې!!
ته چېرته ورکه يې زړګي درپسې ورژېدل
زېړ ماذيګر، ودانې مېنې، جنتي ګودره!
څه شوې؟ د پېغلو ټول منګي درپسې ورژېدل
د زيارت زړه د دعاګانو یه عادل ملنګه!
خلک پر تا لاسونه ږدي درپسې ورژېدل
۱۳۹۴ل/۱۲/۱۸
هلمند لښکرګاه