شعر
غزل / سید شاه سعود
دستار په سر نه ساتي سر یې په دستار ساتلی
سعوده پریږده مړه دا دې څنګه یار ساتلی
د بل چا زخم و چې زه یې رنځور کړی ومه
خپله رغیږي زما ذهن یې بیمار ساتلی
دلته یو کس دی چې هنر یې راله ووژلو
هغه ته هیڅ نه واي خلکو ما له دار ساتلی
چې شپه خوره شوه زولنۍ یې راته واچولې
وی ده تر اوسه په خپل فکر کې سهار ساتلی
مونږه سیدان یو په ښیرو کې خلک نه یادوو
دشمنه بند په بند تړلی مو ازار ساتلی
سعوده ځان سره مې خدای خبر چې څه کړي دي
هم خپل وجود راته لستوڼي کې ښامار ساتلی
_______________________________
سید شاه سعود