شعر
غزل / دانش
درد که به دې راکړو، نو درمان درسره هم و
مرګ که به دې و ویل؛ نو قربان درسره هم و
ته دومره مدهوشه نه وې، لار دې پیژندله
ماته دې ښوده، فکر د ځان درسره هم و
تا که مې ماشوم زړګی په کړیکو ژړولو
ژر به دې ارام کړو، دا امکان درسره هم و
دې سړي، نو څنګه وجود دوه ځایه شیندلو
لرې چیرته پروت و او روان درسره هم و
بیا له مېکدې دانشه! وچې شونډې راغلې
څنګه دې ځان وساته، شیطان درسره هم و؟
نادر دانش…