شعر
غزل / اجمل ښکلی
موسکا کوي؛ خو چې هه ولې راته ست نه کوي؟؟
وره کې ولاړ يم؛ خو خاوند يې اجازت نه کوي
……………………………..
هوا دې ستا د ټيکري پيڅکه ستا له سره نه وړي
هوا دې ګله تا ته دا مزاحمت نه کوي
……………………………..
نه، ولې زه د يوه انسان په توګه پاتې نه شوم؟
نه، ما نه ولې دوښمنان زما، نفرت نه کوي؟
……………………………..
مرغان له دامه دانه وخوري او په مخه لاړ شي
ښکلي زموږ شاعري لولي، محبت نه کوي
……………………………..
له ما دې پرته په چا سيورى د بڼو نه کوي
له ما دې پرته په چا دومره سخاوت نه کوي
……………………………..
هغه دروغ وايي، چې ياد کې د يوه ښکلي اوسم
په دې وطن باندې هيڅوک هم حکومت نه کوي
……………………………..
هغه ظالم له تناره بهر لمبه نه پرېږدي
هغه ظالم له خپله ځانه شکايت نه کوي
……………………………..
سترګو ته شګې ورشيندي او زړه يې لاس کې مروړي
خو اجمل خداى خبر چې ولې بغاوت نه کوي؟؟