شعر
غزل / نقيب احمد قريشي
نور مينه نه کومه دا ښامار اغزن را باسم
د زلفو تار دي له خپل زړه څخه په ستن را باسم
نيت مي دی، ځم د عرش له خدای څخه ستا ساه راوړمه
او بیا درځم له قبره ستا واورين بدن را باسم
ورځم د خپل نړانده کوره ستا پوړنی راوړم
تر ديواله لاندي ټوټه، د خپل کفن را باسم
خير ستا د لاس نښه دي وي، ستا ياد دي نه يادوي
ساعت پرېږدمه پر دېوال، د ساعت ستن را باسم
ځمه ګريوان پر سمندر باندي څيرم نقيبه
ځمه له روحه مي بدن د ګُلبدن را باسم
2016 – 03 – 03 کندهار