شعر
غزل / سید شاه سعود
بی وخته مړه شوله د مینې مهربانه شیبه
الله دې وبښي سعوده دا روانه شیبه
کله به دشتو کې د ژوند ورپسې زه ورتلمه
کله به ما پسې ستنه شوه له کاروانه شیبه
د چا عادت و په کتاب راته د چای ایخودو
په دایره کې وه راګیره یوه ځوانه شیبه
د دې نه پس پکې دوه دری ژوندونه نور هم کیږي
لا تیره نده ستا د غم هغه پریمانه شیبه
په یوه شپه خو د چا عمر دومره نه کمیږي
پریږده چې تیره شي د زلفو پریشانه شیبه
سعوده دې نه پس به نورې ډیرې سختې راځي
په ژړا مه تیروه مړه دا اسانه شیبه