شعر

غزل / عبدالهادی هادی

دا د جنګ او د جګړو کیسه اوږده ده
زموږ د غم د اوږدو شپو کیسه اوږده ده
ستا له ښکلیو خوبولو سترګو ځار شم
زما د ویر او بیخوبو کیسه اوږده ده
ستا مغرور مغرور کاته، زما سوالونه
دا د وږیو او مړو کیسه اوږده ده
اوس عادت یم، په دې هیڅ نه خپه کیږم
ستا په شونډو د بانو کیسه اوږده ده
لږ دې لیچې را اوږدې کړه چې سر کیږدم
د سفر د ستومانو کیسه اوږده ده
ما چې سترګې پرانیستلي په غم سر یم
دې وطن کې د غمو کیسه اوږده ده
هادي داسې په ځوانۍ په زړه سوری شو
چې یې بیا د رغیدو کیسه اوږده ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button