شعر
غزل / اجمل ښکلی
ورکوي مې زړه ته غاړې بلاګانې
ستا لېمې دي، که دي دواړې بلاګانې
………………………………
زه د خپل ذات له کوټې دروتی نه شم
تا نه شا ته دي ولاړې بلاګانې
………………………………
تا سره چې وې راغلې ارزوګانې
تا سره بېرته ولاړې بلاګانې
………………………………
سادګله، لمر سکروټه د سره اور ده
سادګله، ته خو غواړې بلاګانې
………………………………
اوس له خپله محبته نه ويرېږم
رڼاګانې دي ولاړې بلاګانې
………………………………
هۍ اجمله، په سايو پسې خپه يې
اوف! اجمله چې ته ژاړې بلاګانې