غزل/ اجمل ښکلى
چې درد نه وي، دا منم چې شاعري وي
خو لفظونه له ماناوو نه خالي وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داخو ته وې، په محفل کې په دې پوه شوم
ماويل، زما مشکل به تنهايي وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لږ ورپاڅه، له کړکۍ نه سر ښکاره کړه
ته وګوره، که راغلې رڼايي وي؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له دې قبره هره شپه چغې راوځي
په کوټه کې راايساره خاموشي وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه ډيوه پرې د خپل زړه کړمه روښانه
له بهر نه مې راوړې تاريکي وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سترګې ډکې ګرځوه ورته له شګو
په بېديا کې د بادونو باچاهي وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاته نه ګورمه، تښتمه، روان يم
راپسې به راروانه زندګي وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يوه ورځ به مې پرېږدې، زما يقين دى
خوب مې ليد چې پښه دې ايښې پر مېږي وي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راته وايي، صحرا څه کوې اجمله؟
ورته وايم، د غاټولو پرېماني وي