شعر
غزل / حیران
زړه مې ګل دی په لمنه نه ماتيږي
ستا د نه راتلو په ژمنه نه ماتيږي
داسې ورځ نه وي چې غم وهلی نه يم
دا توپان وي او دا ونه ماتيږي!
تکبر يې په لېمو کې شي دوه چنده
هر څه مات کړي، کبرجنه نه ماتيږي
که څه هم چې يې د جنګ په اور کې سوځم
مګر زړه مې له وطنه نه ماتيږي
سلامته به توبه کړم له شرابو
خو خوَله دې ستا پر زنه نه ماتيږي
زه دې مات شمه، غرور مې دې هم مات شي
ملګرتيا دې څو کلنه نه ماتيږي
ستا به سترګې بې بڼو شي بڼورې
ګني زما زړه کې خو ستنه نه ماتيږي
خو ما هم په ژوند کې وساته حيرانه!
نو نکاح خو دې په بنه نه ماتيږي.
ډاکټرمحمد حنیف حيران