شعر
د مایوسۍ پیغام / شریفي
دا د ظلم او وحشت و کارنامو ته مي سلام دی
پر مظلوم باندي د جبر سلسلو ته مي سلام دی
لاچارۍ مي نن په زړه کي د ناتوان انځور را خپور کړ
د فاسیدو او غافلو دسیسو ته مي سلام دی
کاش په زړه کي د جاهل مي د احساس نیالګي کرلای
د خودخوا او د بې غورو و سوچو ته مي سلام دی
خدایه بیا دي جاهلان پر نیمه خوا ولس حکیم کړل
د روڼ اندو په ټولۍ کي و ړندو ته مي سلام دی
چي د ژوند د اختیارونو فیصلې ټول نامردان کړي
د زمریو پر سپېره مېنه وسپو ته مي سلام دی
رابه نسي یو ځل بیا هغه زمان د شاه زلمیو
د میرویس او احمد شاه و کارنامو ته مي سلام دی
چي مرغان په یوه بڼه سره غونډ کړي پروازونه
د بازانو یک تنها ښکاري غوټو ته مي سلام دی
خدایه نن د (شریفي) عجز قبول پر سجده کړې
ستا لويي ستا ترحم ستا حکمتو ته مي سلام دی
په درناوي محمد سلطان (شریفي)