شعر
غزل / صدام خان صدام
چي خلګو اچولې د رڼا سترګو کي خاوري
نو ځکه دي پرتې ذما او ستا سترګو کي خاوري
ړانده به سي د دې نړۍ ډېر خلګ به ړانده سي
چي غورزوي له موټو د صبا سترګو کي خاوري
څوک سته چي له وطنه دا د جنګ بلا بهر کړي
څوک سته چي يې ورتسي کړي بلا سترګو کي خاوري
نو خود به يې بچي سترګو کي خاوري غورزلې
کم چا چي غورزولې د بابا سترګو کي خاوري
صدامه زه رانجه راوړم د دې وطن چشمان له
زه نه سمه ليدلاى د يو چا سترګو کي خاوري