شعر

غزل / ډاکټر امين تنها

ورک دې کړمه خیر دی چې مې ورک ايمان راوړې دی

امن يو مسلک دی ما پرې کلک ايمان راوړې دی

…………………….

چا- چا چې  د امن بېرغونه پورته کړي دي

پټ پټ دغو ټولو په ټوپک ايمان راوړې دی

………………….

د خلکو سرحدونه تر اسمانه غزولي دي

مونږه په کابل او په اټک ايمان راړې دی

………………….

دلته کې دي خلکو ځکه تورې نېغې کړې دي

دلته يو  جينۍ په يو هلک ايمان راوړې دی

………………….

دا خلک به څنګه د رڼا سره په لاره ځي

دوئ چې د تارکولو په سړک ايمان راواړې دی

………………….

زه چې داسې ورک او بې درکه بې درکه يم

ما د چا د مينې په درک ايما ن راوړې دی

………………….

شپه او ورځ د حسن او د مينې تذکرې کوې

خدای خبر تنها په کوم مسلک ايمان راوړې دی

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button