شعر
ونغاړه / خالقيار
حسن دې ښکاره کړه سره ګلونه مخته ونغاړه
یاخو مې در خپل کړه یا لاسونه مخته ونغاړه
ته که يې دستورو ښه راغلاست سره بلد اشنا
.
وریځو کې تکل کړه نقابونه مخته ونغاړه
دغه نیل دوینو چې څپاند ده او بهیږي نن
بیا څپاند قلزوم دی سره خالونه مخته ونغاړه
یار سره یاري کړه په عیبو یئ ګوتې مه وهه
پاتې خالقیاره مسیرونه مخته ونغاړه