شعر
غزل / احمدي
پاتې شوې له طوفانه خامخا وي
یوه شمعه به روښانه خامخا وي
چې د هر مئین د حال پوښتنه وکړم
په تنگ شوی له هجرانه خامخا وي
زه چې لږ غوندې ناوخته کور ته لاړ شم
راته مور مې پریشانه خامخا وي
چې له ښاره نه ماښام له کاره راشي
سړی ستړی او ستومانه خامخا وي
جنۍ څومره که په خوله باندې شي سخته
خو په زړه کې مهربانه خامخا وي
ما یارانو ته ترخې خبرې وکړې
خفه شوي به له مانه خامخا وي
چې بدل د زلفو شړک سره موسم کړې
نو دنیا خو به حیرانه خامخا وي
ستا ضمیر په زړه کې غم که څومره ډېر شي
خو څېره به یې خندانه خامخا وي
—————
ضمیر(احمدي)