شعر
غزل / فاروق ديدار
په ما چې تیـــــــره شوه’ په تا هم تیریدله اخر
زندګـــي داســــې وه’ همداسې به کیدله اخر
چـــــې مې په تا په پـــټو سترګو اعتماد کولو
د زړه دونـــــــــــیا به راته تا خو ړنګوله اخر
زما د دومــــــــره زړه چاودون او د نیکې باوجود
په ما پــــــــــسې خو به یو ورځې ژړیدله اخر
او چی هغې! کار د ظلم زور کوو عادت وه داسې
اوس ګــــــــیلې ولی کوې دا به ځوریدله اخر
په زړه پولې پولی پولی ومـــــــــه له غم دیــداره!
لـــــــه خولې به ځکه خو مې وینه غوځوله اخر