شعر

غزل / ډاکټر محمدحنيف حيران

غوږ مې نيولی دی، دېوال راته خبرې کوي
د خوږ اشنا په حال احوال راته خبرې کوي

لکه ملا، لکه چڼي مې ورته غوږ نيولی
لکه ثواب، لکه وبال راته خبرې کوي

په هر ځواب کې مې کتاب کتاب سوالونه پراته
ځواب مې پاتې، پخپل سوال راته خبرې کوي

لکه شراب، لکه مېنا مې زړه ته لاره کوي
لکه ساقي، لکه کولال راته خبرې کوي

رېبار مې پوی دی، چې يوه هم اورېدلی نشم
که په هجران که په وصال راته خبرې کوي

حيرانه! زه ورته تر اوسه لکه بٌت ناست يمه
هغه مې زړه کې دا يو کال راته خبرې کوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button