شعر
غزل / خوشال درانی
زموږ ترمنځ څومره اوږده شان فاصـله ده
یواځیتوب دی، تنهايي ده، نیمه شپه ده
د تقدیر څه عجیـــبه شان فیصــــله ده
پر تا هلته، پر ما دلته ځمــــکه سره ده
خلکــــو دلتــــه له پاچــــا بغاوت کړی
ترې نیــــولې یې یوه لــــویه ښاریه ده
ځانتـــــه ځای لټوه ژرـ ژر راډکېـــږي
ددې ملک خــو نیمه خاوره هدیره ده
نن دې بیا راتـــه دروغ ویلــــي، ولې
د رنجو کڅــــــوړه بیا ولــــې لمده ده
یو خپل ځان او بل خو ګورم خوشاله!
دا ستـــــا مخ زما لپــــاره ائینــه ده