شعر
ﻏـﺰﻝ / ﻫﺎﺭﻭﻥ ﺭﺷﻴﺪ خوګياڼی
ژﻭﻧﺪ ﻣﯥ ﻋﺒث ﺗېرېږي ﮊﻭﻧﺪ ﮐﯥ ﻧﻮﺭه ﻣــــﺰه ﻧﺸﺘﻪ
ﺩﻭﻣﺮه ﺗﺮﯤ تنگ ﻳﻤﻪ ﭼﯥ هېڅ ﻳﯥ ﺍﻧﺪﺍﺯه ﻧﺸﺘﻪ
د پښتنو ﺑﺎﺑﺎ، ﺗــــــــﻪ ﭼېﺮﺗﻪ ﻳﯥ ﺭﺍﻭﻳښ ﺷــــﻪ ﮐﻨﻪ!
پښتاﻧﻪ ډېر ﺩﻱ ﺧﻮ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﮐﯥ ﻳﯥ ﻧېﺰه ﻧﺸﺘــــﻪ
څنګه پښتانه یئ ﻧﻨگ ﻣﻮ څه ﮐړﻭ ﺍﻭ ﻏﻴﺮﺕ ﻣﻮ څه ﮐړﻭ؟
پښتو ﻭﻳﻠﻮ ﺗﻪ هم ﻧﺼﺎﺏ ﮐﯥ ﺍﺟــــﺎﺯه ﻧﺸﺘــــــﻪ
ﺩښته ﺩه ﺳﺘړﯤ ﮐـــــــﺎﺭﻭﺍﻥ ﺳﺘړی ﻣﻨﺰﻝ ستړی
ټوﻝ ﺟﻞ ﻭﻫلي ﺩي ﭘﻪ ﺩښته ﮐﯥ ﺍﻭﺑـــــﻪ ﻧﺸﺘﻪ
ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﻭﻭﺍﮊه ﺍﺭﻣــــــﺎﻥ ﻳﯥ ﻭﺭﺗـــــــﻪ ﻫﻢ ﻭﻭﺍﮊه
د “ﺧﻮگياڼي” ﭘﻪ ﻗﺒﺮ ګوﺭئ هېڅ خاﺯه ﻧﺸﺘــﻪ