شعر
غزل/ نعيم ستومان
مه نورې مه کوه درجار سوې ښېرې راپسې
ولې په لوی لاس بلاګانې پاروې راپسې
ته به تر څو په دروازه کې انتظار کړې ما ته
ته به تر څو په مخه ښه اوبه شیندې راپسې
چې ترې وتمه به ښه ټینګ ټینګ به یې ښکل کړمه زه
پټه به وژړېده ښه ډېره ادې راپسې
ته به تر څو تویوې اوښکې له خمارو سترګو
ته به تر څو دا دوه ډيوې بلې ساتې راپسې
شکر دی هره بلا ځکه رانه مخ اړوي
یو څوک وه ناسته به وه تل په مصلې راپسې
نه دې لاس راکړ نه دې وویل چې مه ځه صبر
خدای خو دې تکې تورې سترګې کړه ړندې راپسې
ستومانه خدای خبر که نور مې شې دمه په غېږ کې
هره حجره او چم په چم کېږي کیسې راپسې