کانډا د خپلې افغاني الاصلې وزېرې تابعيت لغو کوي
کانډايي ورځپاڼې «ټورنټو سن کانډا» خبر ورکړی، چې د کانډا د ډموکراټيکو ادارو د اصلاحاتو له افغاني الاصلې وزېرې مريم منصف څخه خپل تابعيت اخلي، ورځپاڼې د دې کار لامل د وزيرې له لوري د دې هېواد د تابعيت د اخيستو له پاره د ناسمو معلوماتو کارول بللي دي، چې اوس د تابعيت له لغو کېدو سره مخ ده.
د کانډا حکومت د کډوالو چارو استازي وايي، که چېرې د وزيرې له لوري ورکړل شوي معلومات ناسم وو، هغه به يې له پايلو سره مخ شي.
يادې ورځپاڼې د دې هېواد د کډوالۍ د استازي گايډي مامن په وينا ليکلي: «دغه مساله جدي ده. د قانون له مخې –چې د کابينې ټول وزيران ورته ژمن دي- مريم منصف يو شخص دی، چې د جعل کارۍ له لارې يې د کانډا تابعيت اخيستی. توپير نه کوي، چې قصدا يې دا کار کړی او که نه، خو اوس يې د کانډا تابعيت له گواښ سره مخ دی».
مريم منصف په يوولس کلنۍ کې له افغانستانه کانډا ته تللې وه او هلته وروسته د لومړنۍ افغاني الاصلې وزيرې په توگه وټاکل شوه، خو هغې په دې وروستيو کې څرگنده کړه، چې ايران کې زېږېدلې ده.
دا معلومه نه ده چې د پناه غوښتنې معلوماتو کې اغلې مريم کوم معلومات ناسم ورکړي دي، خو د کانډا د کډوالۍ چارو يو استازی وايي: «که تاسو د تابعيت غوښتو پر مهال ناسم معلومات ورکړئ، د تابعيت له لغو کېدو سره به مخ شئ».
د کانډا حکومت د وزيرې مريم منصف د پناه غوښتنې د پروسې د پلټلو امر کړی او د هغې دنده يې په مهاليز ډول ځنډولې ده.