افغانستانسلايډ

سيگار: طالبانو پنځه سلنه ځمکه نوره هم لاندې کړې

سيگار يا د افغانستان د بيارغونې د څار امريکايي اداره وایي، وسله والو طالبانو تېرو څلورو مياشتو کې د افغانستان پنځه سلنه نوره خاوره هم په خپله ولکه کې راوستې ده او اوسمهال يې تر واک لاندې خاوره پنځه دېرش سلنه کېږي.

د سيگار له لوري خپاره شوي نني راپور کې ويل شوي، چې د امریکايي پوځ د معلوماتو پر اساس څلور مياشتې وړاندې افغان حکومت د افغانستان د خاورې څه له پاسه اويا سلنه په واک کې لرله خو اوس دغه سلنه څه له پاسه پنځه شپېتو ته راټيټه شوې ده.

راپور کې ويل شوي، چې طالبان د افغانستان له ۳۵۷ ولسواليو نولس هغه به بشپړ ډول کنټرول کې لري. افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو قوماندان جنرال جان نيکولسن وايي، چې ډېری دغه ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې دي.

راپور تېرو څلورو مياشتو کې د افغان حکومت له ولکې د دغه سلنې خاورې وتل د افغان پوځ د تعرضي حالت له امله بللي، چې له کبله يې د افغان ځواکونو تلفات هم ډېر شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې امريکايي چارواکو څه موده وړاندې د افغان پوځ تعرضي حالت ستايلی او اغېزمن بللی و.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري د دې خبرې پخلی کړی خو ويلي يې دي، چې په دقيق ډول د طالبانو د تر ولکې لاندې سيمې سلنه نه شي په گوته کولی. هغه زياته کړې ده: «خو موږ په ډاډ ويلي شو، چې طالبان يوازې لرې پرتې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او ستراتيژيکې سيمې نه شي نيولی». خو راپورونه څرگندوي، چې د بدخشان، کندوز، بغلان، جوزجان او هلمند په گډون گڼو نورو ولايتونو کې مهمې او ستراتيژيکې سيمې د طالبانو کنټرول کې دي.

سيگار په داسې وخت کې دا راپور خپروي، چې يوه مياشت وړاندې امريکايي ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې مېشتو پوځيانو ته جگړه کې د وسله والو طالبانو پر ضد د هر ډول حربې کارولو صلاحيت ورکړ او ورسره سم د امريکا هوايي بريدونو زور واخيست.

ملي يووالي حکومت هم تېرو مياشتو کې ټينگار وکړ، چې طالبان نور ځپل شوي دي او پخوانی زور يې نه دی پاتې، خو د سيگار راپور بيا د دې ټولو بر عکس د طالبانو د پرمختگ خبر ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button