
د سياسي چارو کارپوه، محمد حسن حقيار چې دوه ورځې وړاندې په يوه ټلويزيوني بحث کې چې د طالبانو د پخواني مشر د وژل کېدو په اړه و، د ځينو څرګندونو له امله د افغانستان څارګرې ادارې نيولی و، نن يادې ادارې بېرته خوشې کړی دی.
سرچينو ځلاند ته ويلي دي چې د حسن حقيار په خوشې کېدو کې د قومي سپين ږيرو غوښتنه او په خواله رسنيو کې د ځوانانو غوغا او د هغه پر نيولو نيوکې مهم اثر لاره. سرچينې زياته کړې ده چې څارګره اداره د حقيار د نيولو له کبله له سختو نيوکو او فشار سره مخ شوه.
خواله رسنيو کې د حقيار په نيولو مختلف غبرګونونه ښکاره شول. عموماً د حکومت دغه کړنه تر نيوکې لاندې راغله او دا يې د بيان د آزادۍ مخالفت وباله. دغه راز وويل شول چې په کابل کې ځينو نورو ليکوالانو آن د افغانستان وجود او ملي ارزښتونه تر سوال لاندې راوستل او جعلي يې وبلل، مګر د هغوی پر وړاندې دغه ډول اقدام ونه شو. د ځينو له نظره د حقيار په نيولو کې قومي او سمتي تمايلات هم خپل رول لري.