
نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په قلعه حيدر خان سيمه کې پر نويو فارغ شويو پوليسو غبرگې چاودنې شوي، چې له امله يې لسگونو پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
د پېښې عيني شاهدان وايي، دغو چاودنو کې د پوليسو څلور بس موټران په نښه شوي، چې له امله يې درنه مرگ ژوبله پېښه ده. خلک وايي، د چاودنو ځای کې يې د لسگونو کسانو جسدونه ليدلي دي.
د نويو فارغ شويو پوليسو دغه بس موټران له ميدان وردگه کابل ته روان وو، چې د بريد ښکار شول.
د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او ویلي يې دي، چې د پوليسو اکاډمۍ شاوخوا دېرش تنه استادان يې په کې وژلي دي. امنيتي چارواکو لا د پېښې د تلفاتو په اړه څرگندونې نه دي کړي.