افغانستانسلايډ

ملي امنيت شورا: د کشمير ستونزه د افغانستان سولې سره هيڅ تړاو نه لري

د افغانستان د ملي امنيت شورا څرگنده کړې ده، چې د هندوستان او پاکستان تر منځه د کشمير ستونزه د افغانستان له سولې سره هيڅ اړيکه نه لري. دغه شورا وايي، چې پاکستان په دې ډول څرگندونو غواړي ځان په نړيواله توگه له منزوي کېدو وژغوري.

ملي امنيت شورا دا څرگندونې وروسته له هغه کړې دي، چې د پاکستان د لومړي وزير ځانگړي استازي مشاهد حسين سيد د تېرې پنجشنبې په ورځ واشنگټن کې يوه غونډه کې د افغانستان سوله د کشمير ستونزې په اواري پورې وتړله.
نوموړي له امريکا وغوښتل چې د دې مسالې اوارولو کې يې غږ واوري، که نه دوی به چين او روسيې ته مخه کړي.

خو د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنگ د مشاهد حسين دغه خبرې ردوي او وايي چې د کشمير ستونزه افغان سولې سره هيڅ اړيکه نه لري. دی وایي، پاکستاني چارواکي غواړي په دا ډول څرگندونو ځان له انزوا وباسي.

د چارو شنونکي په دې اند دي، چې د پاکستان پر ضد د هند وروستی توند دريځ د امريکا په اشاره پيل شوی دی. خو د دوی په وينا د هند او پاکستان تر منځ د دغه رقابت ډگر به افغانستان وي، چې دا به د افغانانو په گټه نه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button