افغانستان
فراه: چاودنې څلور پوليس وژلي

د فراه په جوين ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله څلور پوليس وژل شوي دي. چاودنه د سړک د غاړې د ماين له امله رامنځته شوې ده، چې د پوليسو يو رېنجر موټر هم په کې له منځه تللی دی. پېښه نن سهار د جوين په ابخورک سيمه کې رامنځته شوې ده.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري وايي، چې وژل شوي پوليس د فراه د مرکز او جوين تر منځ د سړک جوړېدو د چارو په ساتنه بوخت و، چې د ماين ښکار شول.
د چاودنې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو گمان کې د وسله والو طالبانو له لوري به شوې وي.