افغانستان
کندهار: امريکايي بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده

تېره شپه د هيواد جنوب لور ته کندهار په هوايي ډگر کې يوه امريکايي بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده. افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو د يوې خبرپاڼې له لارې د پېښې پخلی کړی دی.
خبرپاڼې ليکلی دي، چې « دغه بې پيلوټه الوتکه ام کيو ۹ رېپر ډوله وه، خو د ترهگرو د بريد په پايله کې نه ده غورځېدلې».
کندهار کې له دې وړاندې هم د امريکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې غورځېدلي دي، چې لامل يې هر ځل تخنيکي ستونزې بلل شوې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو لا د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.