روژه او د خرما ګټې

خرما یوه داسې میوه ده چې هم روحانی تاریخچه لري او هم د طبابت له نګاه نه ګټې زیاتې دي. داسلامي فرهنګ په برخه کې، خرما د روزې په میاشته کې ځانګړې ځای لري، چې له دې پرته د دې جاویدانه میوې ګټې د جسماني صحت لپاره هم زیاتې مهمې دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
“التمر من فواكه الجنة، ومن أكل سبع تمرات في صباح لم يضره شيء في ذلك اليوم.”
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
خرما د جنت د مېوو له مېوو څخه دی، او څوک چې په نهاره کې ۷ خرما وخوري، د هغه دننه به څه زیان ونه رسېږي.
دا حدیث د خرما په قوت او برکت دلالت کوي، چې نه یوازې د روحانی کیفیت لپاره ځانګړی دی، بلکې د ورځې په وخت کې د ستړیا مخنیوی هم کوي.
همدارنګه، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
“إن في التمر شفاء، وفيه البركة.”
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
خرما د خوراک او درملو په توګه شفا لري، او پکې برکت دی.
خرما د مختلفو ویټامینونو، منرالونو او نورو مفیده موادو څخه مالا مال ده. له دې کبله، د دې استعمال د جسم قوت او حوصله زیږوي.
تر ټولو غټه ګټه یې دا ده چې که په روژه ماتی وخت کې روژه پرې ماته شي، په معده بوج نه راوړي او ژر د هضم پروسه پرمخ وړي. دا د روژې ماتو لپاره یوه غوره انتخاب دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
“التمر يذهب بتعب اليوم.”
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
خرما د ورځې ستړیا له منځه وړي.
پدې توګه، خرما یوازې د خوراکي ارزښت نه بلکې روحي او جسماني دوا هم ګڼل کیږي کوم چې په ورځني ژوند کې د ټولو لپاره ګټور دی.
محمدعالم بهیر



