شعر
غزل || انس حقانی

د مینې لاس ته چې د یار په شونډو نټه شوله
باران د غم و ورېده طبعه مې خټه شوله
تا ته اسانه وه اشنا خو ما ته رټه شوله
وړه کیسه وه خو په ټوکو، ټوکو غټه شوله
ستا د جفا له جبره سر وخوړ د وصل هيلو
په ب_مبارۍ کې مې وړه خېلخانه سټه شوله
څنگه به زه او گرېوان یو بل ته سلگۍ نه وهو
د شنه اسمان پر بام ولاړه سپوږمۍ پټه شوله
د مینانو غورځې پرځې هم رنگ نه راوړي اوس
مینه یې مړه مه شه، خو داسې ښکاري لټه شوله
نن به یې دوست وې خو سبا به دې دښمن یادوي
ټیټه دنیا څومره بې مخه او بې څټه شوله
هر څوک راځي او په ورغوي دې سکه ږدي د زړۀ
انسه! څومره د موسکا سودا په ګټه شوله



