خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

فرانسې شل جوماتونه تړلي

د ډسمبر له میاشتې راهیسې په فرانسه کې ۲۰ جوماتونه تړل شوي، د فرانسې دولتي چارواکو ادعا کړي چې له دغو جوماتونو سخت دریځه اسلام خپرېده.
د فرانسې د کورنېو چارو وزیر بېرنارډ د فرانسې له مسلمانانو سره ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به ددغو جوماتونو پر ځای نور جوماتونه جوړ کړي.
بیرنارډ د فرانسې د مسلمانانو مذهبي مشر ته وویل: «موږ په فرانسه کې هېڅ چا ته اجازه نه ورکو چې سخت دریځه مذهبي دعوت وکړي، ټولو مذاهبو ته په یوه سترګه ګورو».
بیرنارډ زیاته کړه: «موږ په تېرو څو میاشتو کې یوازې هغه جوماتونه تړلي چې د اسلام د بدنامولو لپاره کار کوي او اسلام خلکو ته د وحشت او وژنې دین ورپېژنیي»
فرانسې له ۲۰۱۲م کال راهیسې ۸۰ تنه له خپلې خاورې بهر کړي چې ډېری یې سلفي مذهب پورې تړاو لري.
د فرانسې د کورنېو چارو وزیر وویل چې په فرانسه کې ۲۵۰۰ جوماتونه دي چې ۱۲۰ په کې د سلفیانو دي او د سخت دریځه اسلام لور ته خلک بولي.
کله نه چې د داعش وسله‌والې ډلې د فرانسې د چاودنو او بریدونو پړه پر غاړه اخیستې، د فرانسې پر مسلمانانو ګڼ بندیزونه لګیدلي او نه شي کولی چې د پخوا په څېر ازاد ژوند وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button