سيمه او نړۍ

امريکا کې ډزو څلور دېرش تنو ته مرگ ژوبله اړولې

د امريکا د متحده ايالاتو په زړه کې د کانساس ايالت د هيسټون سيمې په يوه شرکت کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او دېرش نور ټپيان دي.

د سيمې د پوليسو مشر ټي والټون خبري غونډې ته وويل، پېښه «اکسل انډسټريز» شرکت کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې پوليسو ته پخوا د شرکت شاوخوا کې د ډزو اورېدل کېدو خبر ورکړل شو. والټون زياتوي، بريد کې څلور تنه وژل شوي او دېرش نور ټپيان دي، خو شونې ده د وژل شويو کسانو شمېر اوو تنو ته ورسېږي. د هغه په وينا بريدگر يوه موټر کې سپور و او له موټره يې ډزې کولې، چې وروسته د شرکت د ساتونکو له لوري ووژل شو.

سيمه‌ييز چارواکي وایي، د بريدگر هويت يې معلوم کړی، خو لا يې په اړه څه نه دي ويلی. د پېښې لامل هم تر دې دمه نه دی څرگند شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button