د طالبانو له بنده خوشې شوی امريکايي سرتېری محاکمه کيږي
د امريکا دفاع وزارت وايي، چې د طالبانو په بند کې پنځه کاله پاتې شوی امريکايي عسکر بو برګډال له پوځه د بې لارۍ او يو شمېر نورو تورنو له امله نظامي محکمې ته ورپېژندل کيږي.
د نظامي محکمې لوړپوړی چارواکی جنرال رابرټ ابرامز د بوبرګرډال سزا کې کموالی او ملکي محکمې ته معرفي کول رد کړي دي او ټينګار يې کړی، که د برګډال جرم ثابت شي، نو په عمري بند به محکوم شي.
پينټاګون وايي، چې دغه امريکايي سرتيري په خپله دنده کې ناغېړي کړې، له پوځهيې د تښتې هڅه کړې او د دښمن پر وړاندې يې داسې تعامل کړی، چې د امريکايي پوځ د مرال کمزوري کولو هڅه ښودل شوې.
د برګډال مدافع وکيل يوجين فيډل وايي، چې موکل يې په هېڅ جرم ککړ نه دی او دی هيله من دی، چې قضيه به يې دومره نه سختيږي، چې په عمري بند محکوم شي.
يوجين زياتوي، چې د لومړنيو څېړنو له مخې لګيدلي تورونه بې بنسټه دي.
تېر اکتوبر کې ځينو پوځي چارواکو وړانديز کړی و، چې د نظامي څارنوالۍ پر ځای بايد د برګډال قضيه د وړو جرمونو پوځي محکمې ته وسپارل شي.
بوبرګډال ۲۰۰۹م کې له خپل پوځي مرکزه وتلی و، چې طالبانو ونيو او له پنځه کاله بند وروسته ګوانتانامو کې د پنځو بندي طالب مشرانو په بدل کې خلاص شو.
له خلاصون وروسته برګډال ته اجازه ورنکړای شوه، چې رسنيو سره خبرې وکړي او تر اوسه د دغه سترتيري د پنځه کلن بند په اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړای شوي.
برګډال په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې دی ځکه له خپل پوځي مرکزه تښتېدلی و، چې د خپلو پوځي افسرانو توجه هغو عسکرو ته وړاوي، چې د افغانستان په لر و بر کې هره ګړۍ د طالبانو د بريدونو او چاودنو ښکار دي.