خبرونهسلايډ

اجراییه ریس «ډاکټر عبدالله عبدالله» خپل پوښاک له کوم ځایه پیري؟

نیلاب شینواری

ډاکټر عبدالله عبدالله د سترگو متخصص ډاکټر دی. په ۱۳۶۳ لمریز کال کې پنجشیر ته ولاړ او د احمد شاه مسعود سره ملگری شو. ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل ژوند ډېره برخه په کابل کې تېره کړې او په پنجشیر کې د یوه نازولي ځوان په سترگه ورته کتل کېدل.

عبدالله د مسعود له هغو ملگرو څخه وو چې په انگلیسي ژبه یې لږې خبرې کولی شواې نو له همدې امله مسعود له استاد رباني څخه غوښتنه وکړه چې ډاکټر عبدالله باید د بهرنیو چارو وزیر شي او پر دغه پوست تر ۱۳۸۴ پورې پاتې شو.

د سپېدار ماڼۍ مسوولین او د اجراییه ریس ځینې ملگري د هغه د خوراک، پوښاک او نورو ځانگړنو په اړه وايي:

خوراک: د پیڅا او فاسټ فوډ ډېر شوقي دی او د کابلي پلو، منتو او نورو افغاني خوراکونو په اړه وايي چې د انسان اندام ته زیان رسوي او وزن ډېروي خو د شمال له قومی مشرانو سره په ملاقاتونو کې بیا له کابلي پلو او نورو افغاني خوراکونو سره ډېره مینه ښکاره کوي؛

پوښاک: له ۱۳۸۲ کال رهیسې یې په اسیايي هېوادنو کې د پوښاک لپاره څه نه دي پیرلي. ډاکټر صیب ډېری ځله غوښتي چې په امریکا او کاناډا کې پوښاک وپیري. د امریکا په لاس انجلس د هاوس اف بېژن په نامه پلورنځي کې پوښاک پیري. دغه پلورنځی د فیلمي ځوانانو او د نړۍ د پانگه‌والو او عرب شیخانو د پیریدلو مرکز دی. د هاوس اف بېژن مشر په یوه ټلویزوني مرکه کې ویلي وو چې زموږ مشتریان باید د میاشتې یو ملیون ډالر عاید ولري له هغې لږ عاید لرونکي نشي کولی زموږ په پلورنځي کې پوښاک وپیري؛

پتلونونه: ډاکټر صیب امریکا ته په خپل وروستي ځل سفر کې د پنځه سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت پوښاک پیرودلي وو چې تر ټولو د لږې بیې پتلون یې پنځه ویشت زره ډالر ارزښت درلود او یوه نیکټايي یې په دولسوه ډالرو پیرلي دي. ډاکټر صیب کوښښ کوي چې کال کې یو یوار په یوه جوړه پتلون کې ښکاره شي؛

افغانۍ غاړۍ یا یخنونه: د متفاوتو او ځانگړو یخنونو شوقي دی او داسې یخنونه پیري چې له ده پرته نورو سره نه وي. د یخن په اخیستلو او جوړولو کې خورا ډېر فکر کوي. د یخن ټوله هندسه له خپل مخې تېروي. په وروستي یخن یې ۵۷ زره افغانۍ لگښت راغلی دی؛

فلمونه: د هندي او امریکايي فلمونو سره ډېره علاقه لري او ډېری وخت کوښښ کوي چې د هالیووډ فلمونه قضا نه کړي. فلمونه په خپل وخت کې گوري. د فلم له کتلو وروسته یې ټوله تبصره د فلمي اکترانو به کالیو او پتلونونو وي؛

زړه تنگیانې: په جدي مجلسونو کې تنگېږي او نه غواړي چې مجلس اوږد کړي. په بهرنیو سفرونو کې د ملاقات په وخت کې ډېر زړه تنگی وي او کوښښ کوي چې له ملگرو سره ژر بهر ولاړ شي؛

وېښتان: د ډاکټر صیب د کوپړۍ وېښتان توی شوي او د ويښتو جراحي عملیات یې په لندن کې کړي. د وېښتانو د جراحۍ لپاره دوه میاشتې لندن کې مسافر وو چې په دې موده کې یې ۵۰ زره امریکايي ډالر لگښت درلود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button