افغانستانسلايډ

نیویارک ټایمز: ولسمشر پاکستان ته د امریکا په فشار سفر کړی

ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۹مه اسلام اباد ته د «اسیا زړه» کنفرانس کې د ګډون په موخه ولاړ. دا سفر داسې مهال وشو چې د ملي يووالي حکومت له تشکیل راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر ټولو ټیټې پوړۍ کې دي. نیوریارک ټایمز لیکلي چې ښاغلي غني پاکستان ته د امریکا په «فشار» سفر کړی دی. داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې غني د اسلام اباد په کنفرانس کې له ګډون کولو څخه نټه کړې وه.

د راپورونو له مخې، غني په کابل کې هم پاکستان پښتنو سیاستوالو ته په ډاګه کړې وه چې اسلام اباد ته به سفر ونه کړي.

نیویارک ټایمز د راپور له مخې د امریکا حکومت پر ولسمشر غني فشار راووړ چې د اسلام اباد له کنفرانس سره پریکون ونه کړي. ورځپاڼې د یو شمېر افغان چارواکو له قوله لیکلي چې غني اسلام اباد ته د تګ څخه بله لاره نه درلودله، ځکه نوموړی د خپل ځواکمن متحد تر فشار لاندې و. د راپور له مخې نوموړي پاکستان ته د نه تګ په اړه په کور دننه تر سخت فشار لاندې و.

ورځپاڼې په ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي، عبدالقیوم سجادي له قوله لیکلي چې د اسیا زړه کنفرانس کې د اشرف غني حضور ښيي چې نوموړی اسلام اباد ته د مرستندویه هېوادونو په فشار تللی دی.

اسلام اباد ته د غني د تګ خبر لومړی اجراییه رییس ورکړ او بیا نوموړي تایید کړ. غني وویل چې له «واضح پیغام» سره اسلام اباد ته ځي. نیوریارک ټایمز بیا لیکلي چې غني ته سیاسي سلاکارانو سپارښتنه کړې وه چې له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال مُسکا هم ونه کړي.

اسلام اباد ته له رسېدو سره سم غني له یوه کم ساري هرکلي سره مخ شو. په اسلام اباد کې د غني هرکلی دغه هېواد ته د سعودي د پخواني پاچا، عبدالله او د چین د ولسمشر له سفر سره پرتله شوی. د لومړي وزیر نوازشریف په ګډون د پاکستان لوی درستیز او نور پوځي او ملکي چارواکي هوايي ډګر ته ورغلي وو. د افغان ولسمشر په درناوي د پوځ له لوري د ۲۱ توپونو ډزې وشوې. پاکستان خپلو ګاونډیو هېوادونو ته کله هم دغسې هرکلی نه و کړی.

د پاکستان له لوري د غني تود هرکلی ښيي چې دغه هېواد یو ځل بیا غواړي چې له افغانستان سره خړې شوې اړیکې جوړې کړي.

اسلام اباد ته د غني په سفر د ملي امنیت د مشر په ګډون ډيری شنونکو نېوکې کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button