روغتياسلايډ

څه وکړو چې ژر زاړه نه شو؟

هر انسان زړېږي. زړښت حتمي دی، خو ځينې خلک بيا ژر زړېږي. عمرونه يې لږ وي، خو ظاهرا مشران ښکاري. د دوی په مقابل کې ځينې نور کسان مشران وي، خو له جلد او قوارې ځوانان ښکاري. نو آيا داسې څه شته چې د ځوانۍ په اداره او ساتلو کې رول ولوبوي؟

هو، پوهان وايي چې ځينې لارې چارې شته چې انسان ځوان ساتي. عمر به زياتېږي، خو ظاهرا به سړی ډېر پوخ نه ښکاري. دې کې د ژوند کولو ځينې لارې چارې ډېر مهم رول لوبولای شي. دلته ځينو اغېزمنو لارو ته اشاره کوو:

۸ ساعته خوب

د خواب ځواک ته په ټيټه سترګه مه ګورئ. ډېری څېړنې ښکاره کوي چې لږ خوب د ډېرو ستونزو لامل کېږي چې بالآخره د انسان په ظاهر مهم تاثير لري. څوک چې لږ خوب کوي، د هغوی پر بدن ښايي ټاپې رامنځ ته شي او عموما يې پر مخ اثرات ښکاري.

منظم سپورت

په ۲۰۱۴م کال کې يوه ترسره شوې څېړنه ښکاره کوي چې د فزيکي تحرک او زړښت ترمنځ مستقيم تړاو شته دی. په همدغه څېړنه کې د زړښت د مخنيوي تر ټولو مهم لامل سپورت ښودل شوی و.

سالم خوراکي رژيم لرل

هر څه چې خورئ، هغه مو پر روغتيا مستقيم تاثير لري او ځوان ښکارېدل له روغ ځان سره مستقيمې اړيکې لري. څوک چې ډېره مېوه او ډېره سبزي خوري، ډېر ځوان پاتې کېږي.

منظمې جنسي اړيکې لرل

د منظمو جنسي اړيکو لرلو له پاره د دليل اړتيا نه شته. ځکه دا منل شوې خبره ده چې منظمې جنسي اړيکې د انسان د ذهن او بدن په ځوان ساتلو کې ډېر اثر لرلای شي. منظمې جنسي اړيکې، پوستکی او قلب هم روغ ساتي. ډېرې جنسي اړيکې د وينې فشار لوړوي او په نرانو کې ۵۰ سلنه قلبي ناروغۍ زياتوي.

مثبت ليد لرل

هو، مثبت ليد لرل هم د انسان پر بدن مثبت تاثير لري. نوې څېړنې ښکاره کوي چې هغه کسان چې ټولنيزو مسايلو کې فعال دي، نسبت هغو ته چې نه دي فعال، ځوان پاتې کېږی. دغه راز څېړنې ښکاره کوي چې په ژوند کې هدف لرل هم د انسان په ځوان پاتې کېدو کې تاثير لري.

Related Articles

One Comment

  1. السلام وعليكم . وروره هیله لرم چی تاسو به روغ رمت او صحتمند اوسی . زه سمیع الله ننگرهاری یم . خو اوس مهال دوبی کی یم . تاسو قدرمنو نه دیره مننه کوم . دیر خه مالومات او دیر په چتکی سره یی نشر ته سپاری . بیا هم مننه . ستاسو ورور سمیع الله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button