روغتيا

شراب د سرطان مور

اسلام شراب د سترو گناهونو او ټولو گندگيو د مور په توگه راپېژني، خو يوې تازه څېړنې شرابو ته بل نوم ورکړی دی او هغه يې «د سرطان مور» بللې ده.
په دغه څېړنه کې ويل شوی، چې شراب څښل د اووه ډول سرطان لامل کېږي او ډېر دلايل شته، چې شراب په درې ډوله نور سرطان کې هم رول لري، چې له امله يې رامنځته کېدونکي سرطانونه ټول لس ډوله کېږي.
د نيوز لينډ د اوتاگو پوهنتون د ټولنې روغتيا او ژغورونکي طب د څانگې څېړونکو يوه څېړنه کړې، چې د «اعتياد/ روږدتيا» مجلې په وروستۍ گڼه کې خپره شوې، څېړنه کې تېرو کلونو کې دې موضوع پورې تړلي ټول اړخونه څېړل شوي دي.
څېړنه کې څرگنده شوې، چې د سرطان گواښ د شرابو د څښلو په اندازه پورې اړه لري، داسې چې ان د شرابو معتدل څښاک –لکه ځينې خلک چې پرې ټينگار کوي- د سرطان گواښ راولاړوي.
د ستوني، حنجرې، مرۍ، ينې، کولمو، تيونو، پوستکي او د بدن د نورو برخو د سرطان تر ټولو ستر لامل شراب ښودل شوي دي.
څېړنې پای کې ټينگار کړی چې لکه ځينې خلک چې د شرابو لږه اندازه خطرناک نه بولي سمه نه ده، بلکې په پوره توگه بايد ځان ترې وساتل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button