روغتيا

د نړۍ د دغو پنځلسو هېوادونو خلک اوږد عمر لري

د نړۍ د هېوادونو وگړي بېلا بېل عمرونه لري. په ځينو هېوادونو کې د پرله‌پسې جگړو، نا امنيو او لوږې له امله د اوسېدونکو د عمرونو اوسط اندازه يوازې شاوخوا څلوېښت کاله وي. خو نور هېوادونه بيا داسې دي، چې د ژوند د هر ډول اسانتياو د لرلو له کبله يې د اوسېدونکو عمرونه د نورو په پرتله اوږده دي.

د اقتصاد نړيوالې ټولنې په خپل څيړنيز راپور کې هغه پنځلس هېوادونه په گوته کړي دي، چې د اوسېدونکو عمرونه يې د نورو هېوادونو له خلکو ډېر دي.

د پنځلسو هېوادونو په کتار کې هانگ کانگ لومړی ځای لري، چې د خلکو عمر په کې په اوسط ډول تر څلور اتيا کلونو رسېږي. ورپسې جاپان او هسپانيا په دويم او دريم نمبر کې دي.
د راپور پر اساس سويس څلورم، ايټاليا پنځم او سنگاپور شپږم ځای نيولی دی، چې ورپسې اووم او اتم فرانسه او اسټراليا هېوادونه دي.
د اوږد عمر لرونکو وگړو په کتار کې اسرائيل په نهم نمبر کې ياد شوي دي او لوکزمبرورگ او جنوبي کوريا لسم او يوولسم مقام خپل کړی دی.
ورپسې په ترتيب ايسلنډ، کاناډا، سويډن او ناروي په دولسم، ديارلسم، څوارلسم او پنځلسم نمبر دي چې د وروستي هېواد ناروې د خلکو د عمر اوسط کلونه يو اتيا ښودل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button