سيمه او نړۍ

ترکيه: شپېته تنه وژل شوي، سلگونه بنديان

ترکيه کې د تېرې شپې د کودتا هڅه کې تر دې دمه لږ تر لږه شپېته تنه وژل شوي او اووه سوه څلور پنځوس تنه پوځيان ژوندي نيول شوي دي. په دې کې دوه څلوېښت تنه انقره کې وژل شوي، چې دولس يې پوليس دي.

د ترکيې د پوځ يو شمېر سرتېرو د لوی درستيز د مرستيال ډگروال محرم کوسا په مشرۍ بېگا شپه هڅه وکړه، چې حکومت چپه کړي، خو حکومت او ترکی ولس يې په مخنيوي کې کامياب شو.

د استانبول او انقرې په گډون د ترکيې په گڼو نورو ښارونو کې اوس هم د نيولو لړۍ روانې دي، ولسمشر رجب طيب اردوغان خپلو خبرو کې ويلي، چې کودتا کوونکي به درنه بيه پرې کړي.

د ترکيې لومړي وزير څرگنده کړې ده، چې د کودتا ډېري رهبري کوونکي ډگروالان وو، چې د ناکامې هڅې پر مهال يې پر ولس بې درېغه ډزې کړي او وروسته يې يو شمېر وژل شوي دي.

اوس حالت د ښه کېدو پر لور روان دی، خو د ترکيې دننه او بهر ترکانو د کودتا پر ضد ستر لاريونونه پيل کړي، حکومتي چارواکو پر خپلو خلکو د صبر او زغم غږ کړی. ترکي پارلمان د ورپېښ حالت له امله بېړنۍ غونډه وربللې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button