د ازبکستان ولسمشر سا ورکړه
د ازبکستان ولسمشر اسلام ابدو ګانیویچ کریموف د ۷۸ کلونو په عمر ومړ. کریموف تېره اوونۍ د مغزي سکتې له کبله په روغتون کې بستري شو او تر یوې اوونۍ بستري کېدو وروسته یې سا ورکړه.
ځینو خبري رسنیو یې د مرګ خبر نن د جمعې پر ورځ ورکړی و. اسوشیټډ پریس خبري اژانس د ځینو افغان چارواکو له قوله لیکلي و چې د ښاغلي کریموف جنازه به د شنبې په ورځ ادا شي.
که څه هم حکومت د مرګ خپر پرون نه و خپور کړی، خو د ازبکستان ملي ټلویزیون تفریحي خپرونې ځنډولې وې.
په ۱۹۹۹ کې د کریموف د وژنې یوه هڅه ناکامه شوه او ګڼ شمېر مخالفان یې زنداني شوو.
اسلام کریموف د ۱۹۳۸ په جنورۍ میاشت کې سمرقند کې وزېږېد او د یتیمانو په یوه مرکز کې لوی شو. وروسته د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند غړی شو او په ۱۹۸۹ کال کې ازبکستان کې د ګوند منشي شو او بل کال د پارلمان له خوا د پخواني شوروي اتحاد د دغه جمهوریت ولسمشر شو.