سعودي چارواکي خبر ورکوي چې د سعودي په ختیځ کې د قطیف په ښار د اهل تشیع د جومات تر څېرمه چاودنه شوې. د لومړیو راپورنو له مخې د چاودنې له امله چاته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
تر دې مخکې د سعودي په سوداگریز ښار جدې کې د امریکا کونسلگرۍ ته نږدې چاودنه شوې وه چې له امله یې دوه پولیس ټپیان شوي وو.
العربیه ټلویزوني چینل خبر ورکړی چې د مدینې منورې په محدودې کې هم یوه چاودنه شوې چې وروسته بیا سعودي چارواکو دغه خبر رد کړ او زیاته یې کړه چې دا یوه امنیتي امتحاني پېښه وه چې د امنیتي مسوولینو له لوري شوې وه.