د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته طالبانو خپل نوی مشر ملا هیبت الله اخندزاده ټاکلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ملا هیبت الله اخندزاده نوم د دوی په تور لېست کې نه دی شامل.
امریکايي چارواکو د ملا هیبت الله اخندزاده نوم په تور لېست کې نه شتون هغه ته د سولې په خبراترو کې د شامل کېدو لپاره یو فرصت بللی دی.
امریکايي چارواکو له نوي طالب مشر څخه په داسې حال کې د سولې د خبرواترو غوښتنه کړې چې د دوی پخوانی مشر یې تېره اوونۍ د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وواژه.
د سیاسي چارو شننونکي په دې نظر دي چې د طالب مشرانو وژل به د سولې خبراترو ته زیان واړوي او طالبان به په دې اړه نور عقدمن کړي.