افغانستانسلايډ

بغلان: امنيتي ځواکونو ولسي وگړي وژلي

د بغلان اوسېدونکي وايي، امنيتي ځواکونه عام وگړي د طالبانو په نامه ځوروي او په زوره يې د سيمې پرېښودو ته اړ باسي. ولايت مقام ته راغلي د بغلان اوسېدونکو څرگنده کړه، چې د تصفيوي عملياتو له پای ته رسېدو وروسته امنيتي ځواکونو ځينو سيمو کې شپني عمليات ترسره کړي، چې يوازې ولسي وگړو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.

د بغلان د ډنډغوري او ډنډشهاب الدين سيمو په تېره جگړه کې امنيتي ځواکونو له اوو سوو ډېرو ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اړولې وه، چې له امله يې د سيمې مشران او سپينږيري کابل ته په شکايت راغلي وو. ياده جگړه کې د ملي اردو د عسکرو د درنو وسلو په ډزو او بمباريو کې لږ تر لږه زر ولسي کورونه وران شوي وو.

خو دې سيمو کې د امنيتي ځواکونو له عملياتو وروسته طالبان بېرته راوگرځېدل او سيمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې. وروستۍ دوه اوونۍ بغلان کې يو وار بيا د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخيستي. همدا اوس هم له سلو ډېر امنيتي کسان يوه پوځې اډه کې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دي او وايي، چې د کلابندۍ کړۍ ورو ورو پرې ورتنگېږي.

خو د ډنډغوري د اقصا سيمې اوسېدونکي وايي، امنيتي ځواکونو تېره شپه دلته عمليات وکړل او د طالبانو پر ځای يې لسگونو ښځو او ماشومانو ته مرگ ژوبله واړوله. خلکو د امنيتي ځواکونو دا کار لاسي وباله او زياته يې کړه، چې سيمه کې پښتانه د خپلو ځايونو پرېښودو ته اړ ويستل کېږي.

د بغلان والي وايي، د يادې پېښې په اړه يې يو ځانگړی کميسيون ټاکلی، څو پېښه وڅېړي او پايلې يې دوی سره شريکې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button