افغانستانسلايډ

افغانستان کې اېډز مخ پر ډېرېدو دی

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت څرگنده کړې ده، چې د ۲۰۱۵ز تر پايه پر اېډز د اخته افغانانو شمېر له دوو زرو واوښت او د جنسي اړيکو او نشه‌يي توکو د کارولو له امله دغه ناروغي مخ په ډېرېدو ده.

دغه وزارت ويلي دي، چې نړيوال صندوق افغانستان کې له اېډز سره د مبارزې لپاره څه له پاسه اته نيم مليون ډالر ورکړي، چې د وزارت له معلوماتو سره سم دغه پيسې د ملگرو ملتونو د ادارې له پراختيايي پروگرام سره په گډه افغانستان کې خرڅ کېږي.

د روغتيا وزارت د طب عمومي رييس نجيب الله صافی وايي، د مرکزي او جنوبي اسيا هيوادونو کې افغانستان د اېډز ناروغۍ د تجربې په حال کې دی. نوموړي گواښ وکړ، چې د پيچکاريو له لارې د نشه‌يي توکو کارول او جنسي اړيکې د دې لامل شوی، چې افغانستان کې د دې ناروغۍ گواښ نور هم ډېر شي. د هغه په وينا بل لور ته د اېډز په اړه معلوماتو ته لاسرسی هم لږ دی.

ښاغلي صافي وويل، اوسمهال د دې اړتيا ليدل کېږي، چې په دې اړه له وخته وړاندې نور گامونه واخيستل شي، څو افغانستان کې د اېډز گواښ له منځه ولاړ شي.

د يادونې ده، چې د اېډز د کنټرول د ملي پروگرام له لوري خپاره شوي راپور کې ويل شوی، چې دې ناروغۍ تر دې دمه افغانستان کې يو سل درې دېرش تنه وژلي هم دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button