د راپورونو له مخې پنځوس زره دولتي پوستونه خالي دي او د ډکولو لپاره يې حکومت گام نه پورته کوي.
طلوع نيوز د باوري سرچينو له قوله ليکلي، چې دغه پنځوس زره پوستونه د نامعلوم لامل له مخې تر اوسه د دولت له لوري نه دي اعلان شوي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د دې خبر پخلی کړی او زیاته کړې يې ده، چې دولتي ادارو کې يې بيا بیا د تشو پوستونو د معلومولو په پار هڅې کړې دي، خو نورې ادارې ورسره مرسته نه کوي.
د دې وزارت وياند علي افتخاري ټينگار وکړ، چې بايد دا پوستونه په گوته او خلک پرې وگمارل شي، «زموږ کورنۍ حد اوسط اوه تنه لري، د يوه تن د بوختيا په مرسته اوه تنه ساتل کېدای شي».
د چارو شنونکي وايي، دولتي ادارو کې پراخ فساد او د چارواکو تر منځ اختلاف د دې لامل شوی، چې لسگونه زره پوستونه تش پاتې او د کار خلک وزگار وگرځي.
کابل کې تېرو مياشتو کې ځوانانو څو ځل د کارونو د نه شتون له امله د کار او ټولنيزو چارو وزارت مخې ته لاريون او د وزارت د تړلو گواښ وکړ. هغوی وويل، سره له دې چې کاري وړتياوې لري، د کار موکه په لاس نه ورځي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت شمېرنو ښودلې ده، چې د هيواد نږدې دوه مليونه هغه کسان وزگار دي، چې د کار وړتيا لري.
سره له دې چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د ټاکنيز کمپاين پر مهال خلکو سره د چټک اقتصادي بدلون ژمنې کړې دي، خو تر اوسه په دې نه دي توانېدلي، چې دغه ژمنې عملي کړي.
له هيواده د ځوانانو د تېښتې يو ستر لامل هم د کار نه شتون او فقر ښودل شوی، چې دولت يې په اړه په بې غورۍ تورن دی.